پنټاګون ویلي چې مختار بلمختار په ۲۰۱۳ کال کې په الجزایز کې د ګازو پر تاسیساتو ستره حمله پلان کړې وه. د پنټاګون ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې بلمختار د ترهګریزو فعالیتونو د رهبري کولو اوږده سابقه لري او نوموړی د افریقا په شمال لوېدیځ کې د المرابطون په نوم د یوې وسله والې ډلې د عملیاتو مشر و، چې له القاعدې سره تړاو لري.