جمهوري ریاست وايي د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د اساسي قانون ۸۳ ماده یې د تفسیر په موخه سترې محکمې ته استولې ده. د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي وايي د ولسي جرګې د ټاکنو برخلیک د سیاسي، امنیتي او مالي ستونزو په حل پورې تړلی دی. نوموړي ټینګار کړی چې ولسمشر به هېڅ داسې کار ونه کړي چې د اساسي قانون خلاف وي.