په ننګرهار کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ جګړې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64205
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-14

د ختیځ ولایت ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش او طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله ګڼې کورنۍ د خپلو سیمو پرېښوودو ته اړې شوې دي. ویل کېږي چې سلګونه کورنۍ له ولسوالیو مرکز جلال اباد ته راغلې دي. امنیتي چارواکو ویلي په تېره یوه میاشت کې د نښتو له کبله دواړو غاړو ته درانه تلفات هم اوښتي دي. بې ځایه شویو کورنیو د طالبانو او داعش ترمنځ شخړې نوی انقلاب بللی دی. د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدلزی هم وايي چې بټي کوټ ولسوالۍ څخه یو شمېر کورنۍ مرکز ته کډه شوې دي.