وسله والو مخالفينو په کندهار کې د ماشومانو د پوليو يا ګوزڼ پر واکسين بنديز لګولى او د عامې روغتيا رياست چارواکو ته يې خبردارى ورکړى، چې په دې ولايت کې د پوليو واکسيناسيون پلى نه کړي. مخالفينو په داسې حال کې په کندهار کې د پوليو پر واکسين بنديز لګولى، چې د هېواد د ځينو ولايتونو ترڅنګ د سوېلي زون په نورو ولايتونو کې، نن د غبرګولي په ٢٤مه د پوليو د واکسين درې ورځنى کمپاين پيل شو. د کندهار د عامې روغتيا رياست بېلابېلو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط، ويلي، وسله والو په دې ولايت کې د پوليو واکسين بند کړى دى. د سرچنې په حواله، د وسله والو له دې بنديز سره د کندهار شاوخوا ٥٠٠زره هغه ماشومان د پوليو له واکسين څخه بې برخې شوي، چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه کم دي.