د کندهار پوهنتون څخه سل تنه انجنيران فارغه سول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64207
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-06-15

د کندهار پوهنتون د انجنيري د پوهنځي څخه سل تنه ځوانان فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول . د يادي فراغت غونډي پر مهال د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي ريس عبدالحبيب غفورزي وويل چې نن يې د يادي پوهنځي د دولسمي دورې پر مهال سل تنه انجنيران فارغه او ټولني ته يې د خدمت په موخه وړاندي کړل . نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وويل چې د افغانستان د تيرو جګړو پر مهال هر څه ويجاړ سوي دي او د يادو فارغينو څخه يې غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دي په سالمه توګه د هيواد د بيارغوني په برخه کې خپل فکر په کار واچوي . په ياده فراغت غونډه کې د کندهار پوهنتون علمي مرستيال انجينر عبدالتواب بالاکرزي فارغينو ته د خپلو خبرو پر مهال وويل چې په هر وخت او موقف کې د قانون احترام وکړي او د فساد څخه ځان وژغوري . د يادي غونډي پر مهال د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي د انجنيرانو په فارغېدلو خوښي وښودل او دوي ته يې د خپلو خبرو پر مهال وويل چې تر اوسه پوري دولت ستاسو پر زده کړي مصارف کول او اوس ددې وخت دی چې تاسو ملت ته خدمت وکړی . نوموړي زياته کړه . چې ښاروالي ، برېښنا رياست ، د کليو پراختيا رياست او اړوندو ادارو ته يې خبر ورکړی تر څو دغه نويو فارغه سويو ځوانانو ته کاري زمينه برابره کړي .. بايد وويل سي چې څه موده وړاندي د کندهار پوهنتون د افغانستان په کچه د کيفيت د تضمين په برخه کې لومړي مقام خپل کړ او دا مهال ددغه پوهنتون په يوولسو پوهنځيو کې ټول۷۵۰۰تنه محصلين زده کړي کوي چې په دې شمير کې شاوخوا ۱۸۰ تنه يې ښځينه دي