ناپيژاندو وسله والو نن ماپښين درې بجې په کندهار ښار کي د ملي امنيت يو کارکوونکی په ډزو سره وواژه .
پيښه د کندهار ښار د خواجک بابا په سيمه کي هغه وخت رامنځ ته سول کله چي ناپيژنده وسله وال د ملي امنيت پر کارمند شاحسين چي په سراچه موټر کي سپور وو ډزي وکړي .
باوري سرچينه وايي چي په پيښه کي شاحسين وژل سوی دی ، د کندهار امنتي چارواکي او مطبوعاتي دفتر په دې اړه معلومات نه ورکوي .
د پيښي مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخستی .