د مصر یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر محمد مرسي د اعدام سزا تایید کړې ده. نوموړي ته دغه سزا په۲۰۱۱ کال کې د یوه زندان ماتولو او ګڼو زندانیانو د تېښتې په تور ورکړله شوې وه. دغه سزا د مې په لومړیو کې ورکړله شوې وه، خو له هغه وروسته تایید شوه، چې د مصر مفتي اعظم پرې خپل نظر ورکړ. مرسي ته پرون د فلسطیني حماس ډلي په استازیتوب د جاسوسۍ په تور د عمري زندان سزا ورکړله شوې. د نوموړي پلویانو د هغه خلاف دغه تورونه (( ملنډې )) بللې.