د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي چې روانه میاشت د هېواد امنیتي وضعیت د تېرې میاشتې په پرتله ښه شوی دی. د دفاع وزارت سرپرست او د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پرون د ولسمشر په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې ته کړې دي. دوی ویلي په دې میاشت کې د تېرې میاشتې په پرتله د هېواد په عمومي امنیتي حالت کې ښه والي راغلی دی او د موجودو ګواښونو د شنډولو په موخه د هېواد د امنیتي ځواکونو ترمنځ د اوپراتیفي او تکتیکي برخو په سوق او اداره کې ګډې هڅې پیاوړې او ښې شوې دي. دوی زیاته کړې چې همدې کبله له افغان امنیتي ځواکونو سره د خلکو د همکارۍ کچه لوړه شوې ده.