د پاک ـ افغان د استخباراتي تړون پر ضد پراخه غونډه او لاريون وسول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64218
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-06-17

په کندهار کي د ولايتي شورا په مشري يوې پراخي غونډي ادعا وکړل چي ولس مشر د پاکستان سره استخباراتي تفاهم لاسليک کړی دی او د ژر لغوه کيدو غوښتنه يي وکړل . د غونډي برخوالو لاريون هم وکړ او د دې تفاهم ليک سره يي جدي غبرګون وښود ، خو ولس مشر غني تيره اونۍ کندهار ته د خپل سفر پر مهال د دې تفاهم ليک لاسليک کول هسي ادعا وبلل او زياته يي کړه چي تر اوسه نه دی لاسليک سوی . د غونډي برخوالو په يوه خوله وويل چي ولس مشر محمد اشرف غني د پاکستان سره استخباراتي تفاهم ليک لاس ليک کړی او اوس يې له ملته پټوي . د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيدجان خاکريزوال ، د ولايتي شورا غړو ، په ولسي او مشرانو جرګو کي د کندهار د خلکو دوو تنو استازو او نورو برخوالو پاکستان د افغانستان دښمن وباله او د هيواد د ټولو ناخوالو پړه يې پر پاکستان ور واچول . ويناوالو د دې هيواد سره استخباراتي تفاهم ليک د افغانستان په زيان او د ملي ګټو خلاف وباله . د غونډي برخوال د يوه لاريون په شکل د ښار واټونو ته ووتل او د ملي يووالي حکومت د دې پريکړي پر ضد يي شعارونه ورکول ، هغوی ګواښ وکړ چي که په دې اړه ژر د افغانستان خلکو ته معلومات ورنه کړي او تفاهم ليک لغوه نه سي د دوی مدني حرکتونه به دوام وکړي . خو تيره اونۍ افغان ولس مشر محمد اشرف غني په کندهار کي د دې تفاهم ليک د نه امضا کيدو خبر ورکړ او زياته يې کړه ، چي خبره په مشورو کي ده . د پاکستان سره د استخباراتي تفاهم ليک پر سر ناندري ورځ تر بلي زياتيږي او پخوانی ولس مشر حامد کرزی يي هم سخت مخالف دی ، خو ولس مشر وايي چي که تر سلا مشورو وروسته دا کار د افغانستان د ملي ګټو په ګټه وو نو کيدای سي چي امضا يي کړي .