د هند او چین له پر له پسې پرمختګ سره له ډېرو کلونو وروسته اسیا د شتمنۍ له نظره دویم مقام له اروپا څخه واخیست. د امریکا د باسټن د سلاکارانو ډلې په یوه راپور کې اعلان وکړ چې په اسیا او پسفیک سیمه کې ، له جاپانه پرته، تېر کال خصوصي سکتور ۴۷ تریلیون ډالره لرل ځکه چې په چین او هند کې د ملیاردرانو شمېر زیات شوی دی. د شمالي امریکا د پانګوالو شتمني لا هم د نورو لویو وچو تر شتمنیو زیاته ده خو ګومان کېږي چې په ۲۰۱۳ م کال کې به اسیا تر امریکا واوړي.