ناټو د خپلو اتمي تسلیحاتو د پیاوړتیا لپاره د روسیې اقدام غندلی او هغه یې د نه منلو وړ او له ګواښه ډک بللی. د روسیې ولسمشر ویلي چې هېواد به یې سږ کال د اتومي وسلو پر خپلو زېرمو ۴۰ نور بالیستیک توغندي هم ورزیات کړي. ده ویلي چې د روسیې نوي بالیستیک توغندي داسې جوړ شوي چې له هر ډول توغندي ضد سیستمونو څخه تېرېدای شي. د پوتین له دې خبرو وروسته د ناټو عمومي منشي ویلي چې د روسیې دا ګام له ګواښه ډک، د نه منلو او خطرناک دی.