په ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو کې نن د روژې مبارکې لومړۍ ورځ ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64225
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-17

نن په سعودي عربستان، افغانستان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو کې د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده. د پاکستان او ایران په ګډون په یو شمېر اسلامي هیوادونو کې ممکن سبا /جمعه/ د روژې لومړۍ ورځ اعلان شي خو د بلوچستان او خیبر پښتونخوا پښتنو له افغانستان سره په یووخت نن روژه لري. افغان ولسمشر د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له شتمنو خلکو غوښتي چې د روژې او عبادتونو ترڅنګ بېوزله هېوادوال له خپلو مرستو هېر نه کړي. اشرف غني د ملي امنیتي ځواکونو د وژل شویو یا وژل کېدونکو ځواکونو له کورنیو سره د مرستې لپاره د یوه صندوق اعلان وکړ. ولسمشر غني وویل چې په جګړه کې د وژل شویو امنیتي ځواکونو له کورنیو سره د مرستې لپاره ۹۰ ملیون افغانۍ ځانګړې شوې دي او هغوی ته به دا پیسې د روژې د مبارکې میاشتې له پیله ورکول کېږي چې ماشومان یې له تعلیمه بې برخې پاتې نه شي.