په زابل کې ترافیکي پېښې ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64229
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-18

د سويلي ولايت زابل د شاجوی ولسوالۍ مرکز ته څيرمه ترافيکي پېښه شوې ده.دا پېښه د ٣٠٣ بس او ټېلر موټر ترمنځ شوې ده. د شاجوۍ ولسوالۍ امنيه قومندان محمدالله وايې چې په دي رامنځته شوې ترافيکي پېښه کې درې تنه مسافر وژل شوي او ٢٥ تنه نور ټپيان شوي دي. هغه وايې چې په ټپيانو کې د ١٧ تنو روغتيايې حالت خراب دی او ټول روغتون ته د درملنې په موخه ليږدول شوي دي. محمد الله وويل کله چې ترافيکي پېښه وشوه په همدي مهال د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه هم پيل شوه چې د ټپيانو په ليږد کې ځنډ راغی.