نارنج خپرندويي ټولني د هیواد د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر عبدالباري جهاني درې نوي کتابونه چاپ کړي دي. په دغو کتابونو کي یو یې تاریخ، بل یې شعري غونډ او درېیم یې پر ادبي تیوري بحث دی. چي په دې توګه د جهاني د چاپ آثارو شمېر نوسلو«۱۹» ته رسېږي.
تاریخي څېړني:
دا په ۵۸۳ پاڼو کي د څوارلسو بېلابېلو تاریخي مقالو څخه جوړ اثر زر ټوکه چاپ سوی دی. په دغه اثر کي؛ جهاني د خپل بېل اکاډمیک او کره کتنیز انداز څخه د افغانستان د تاریخ ځینو اړخونو ته له نویو زاویو کتلي دي. ډېر داسي اړخونه هم پکښي واضح سوي دي چي تر دې وړاندي کارنه وو باندي سوی. روان خوږ نثر یې د خورا زیاتو او معتبرو ریفرینسونو سره؛ د یادوني حق لري.
ادبي پلټني:
داپه ۲۴۰پاڼو کي، پر دیارلسو «۱۳» ادبي موضوعګانو د مفصلو مقالو ټولګه؛ زر ټوکه چاپ سوې ده. په دغه اثر کي پر پښتو ادبیاتو، ولسي شعري ژانرونو، شعري جوړښتونو او شعري فورمونو نوې رڼا اچوله سوې ده. د پښتو ادبیاتو د زده کوونکو ډېري بې جوابه پوښتني پکښي جواب سويدي.
معراج:
دا د ښاغلي عبدالباري جهاني اتمه شعري ټولګه ده چي په ۲۰۴ پاڼو کي دوه زره ټوګه چاپ سوې ده. په دغه مجموعه کي «۳۶غزلي » «۱۵ نظمونه او ازاد شعرونه» او ۱۹ منظوم نکلونه او کیسې راغلي دي چي د ښاغلي جهاني نوي شعري پنځوني دي.
د یادو درو اثارو د چاپ سره پر یوه وخت د ښاغلي جهاني ځیني نور کتابونه چي پخوا چاپ سوي او اوس یې د لوستونکو غوښتنه وه بیا چاپ سوي دي. په دې لړ کي کوثر د درېیم ځل لپاره، راز و نیاز د پنځم ځل لپاره او کوه طور د نهم ځل لپاره چاپ سوي دي.
د کوه طور د شاوخوا شل زره ټوکه چاپېدل ښيي چي ښاغلی عبدالباري جهاني د پښتو کتاب په کم رنګه مارکېټ کي د ګڼو لوستونکو خاوند شاعر او لیکوال دی.
د ښاغلي جهاني د نویو کتابونو په چاپېدلو، د نوموړي د ټولو آثارو شمېر ۱۹ ته رسېږي:
شعري آثار:
-ورکه مېنه، شعري ټولګه
-پايکوب، شعري ټولګه
-د سباوون په تمه، شعري ټولګه
-شپېلۍ، شعري ټولګه
-کوه طور، شعري ټولګه
-راز و نیاز شعري ټولګه
-کوثر، شعري ټولګه
-پند و عبرت، د کیسه ییزو نظمونو ټولګه
-د خیام سُرونه د پښتو په تال کي، منظومه ترجمه
-غربي ګُلونه، شرقي لمني، منظومه ترجمه
-د پښتو په سُر او تال کي د غربي سندرو شرنګ، منظومه ترجمه
-بګهت کبیر د پښتوپه بڼ کي، منظومه ترجمه
-معراج، شعري ټولګه
نثري آثار:
-قوماندان، ناول
-هرات، پښتانه او ستره لوبه، تاریخ
-د مشکو کاروان، څېړنیزه تذکره
-د پښتوفوکلوري نکلونو لنډ تحلیل، څېړنیز اثر
-تاریخي څېړني، تاریخ
-ادبي پلټني، ادبي څېړنیز اثر