پکتيا ولسونه وايي ، چې پارلمان دې لغوه شي‏

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64239
جلال علي خېل
دخبریدو نیټه : 2015-06-19

دپکتيا قومي مشرانو ، ځوانانو ، او دمدني ټولنو استازو په يوه غونډه کې له حکومته څخه وغوښتل چې دولسي جرګې دوخت دپای ته رسیدو سره سم دې اوسنی پارلمان لغوه شي .
دپنچ شنبې په ورځ د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې لخوا په جوړه غونډه کې او قومي مشرانو په يوه خوله وويل چې نظام ته ډیری ستونزې اوسني پارلمان جوړې کړي او پارلمان په شتون کې حکومت پرمختګ نشي کولای د ملي يووالي حکومت دې دراتلوونکي پارلماني ټاکنو لپاره دې نېټه وټاکي اواوسنی پارلمان دې رخصت کړي .
یو تن قومي مشر حبیب الله مستغان په وينا (( دولسي جرګې وکیلان ټول په فساد کې ښکيل دي او دحکومت دپرمختګ او کار کولو مخه يې ډب کړې دی د دوی شتون په اوسني حالت کې دنظام په تاوان دی موږ دملي يوالي حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې ولسي جرګه دې نوره رخصت کړي ))
ددې ترڅنګ دغونډې ګډون والو دولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنوداعلان پر نېټې هم تاکید کوو او وويل چې په هر وکيل دمیاشتې څلور سوه زره افغاني لګښت راځي همدا پیسې دې په راتلو ټاکنو مصرف کړي
 يوتن مدني فعال او دلویې پکتيا فرهنګي ټولنې مشر سیدجمال الدین اصف خېل په خپلو خبرو کې وويل (( ديوه وکیل ديوې میاشتې لګښت څلور سوه رزه افغاني حساب شوي نن چې دملي یووالي حکومت په غېرې قانوني ډول د يویا دوه کلنو لپاره د ولسي جرګې دوکیلانو موده تمدید وي که همدا دوه کلنو مصارف وسنجول شي شاهد ترډیره بریده زموږ دراتلونکو ټاکنو لګښت پوره کړي موږ دملي يووالي له حکومت مشرانو څخه غواړوچې په دې برخه کې له ښه فکر او سنجش څخه کار واخلي او هر پریکړه چې کوي د ولس اومدنې ټولنې سره دې پرې هر اړخیزه مشورې وکړي ))
د دوي په وينا که چېرته حکومت دولسي جرګې موده نوره هم وغزوله نو دا ډول اعتراضه غونډو او لاریونوته به ادامه ورکړي
 په غونډه کې چې دبیلا بیلو قومونو استازو او مدني نهادونومشرانو ګډون کړی وو او غونډه ته دینه ګل غریب مل ځاځي ، استاد احمد جان فیضي ، استاد شیرپاو احمدي او مدني فعال احمد شاه احمدزي خبرې وکړې . او غونډه په هېواد کې دسولې راوستلو په دعا پای ته وراسیده .