افغانستان به د لومړي ځل لپاره انلاین یا انترنیټي بازار پیل کړي څو بهرنیان په مستقیم ډول افغان محصولات وپېرلی شي.د کابل د سوداګرۍ خونې اجرايي رييس حسیب رحیمي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«د سیاسي وضعیت له کبله، سوداګري راکړه ورکړه په ټپه ولاړه ده او پانګوونکي له هیواده په وتلو دي، خو دا انلاین بازار به زموږ سوداګرو ته موقع برابره کړي چې خپل محصولات په مستقیم ډول نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.»رحیمي وویل چې دا پروژه به لومړی راتلونکی کال یوازې په لویو ښارونو کې پیل شي:«موږ د لویو شرکتونو لپاره دا نیت هم لرو چې کلیوالي سیمو ته ځانونه ورسوي او خلکو ته فرصت برابر کړي چې خپل محصولات وپلوري».