ولسمشر اشرف غني د سترې محکمې په مشوره پرېکړه وکړه چې د ولسي جرګې اوسني غړي دې د جرګې تر راتلونکو ټاکنو پورې کار ته دوام ورکړي. ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د ولسي جرګې د راتلونکې دورې د انتخاباتو نېټه به په یوه میاشت کې اعلان کړي. د اوسنۍ ولسي جرګې د کار دوره د سرطان په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي. د ولسي جرګې ټاکنې د ټاکنیز نظام د اصلاح پر سر د اختلاف له کبله ځنډېدلي دي. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، په انتخاباتي سیستم کې د اصلاحاتو لپاره یې ولسمشر ته خپله لیکلې طرحه وړاندې کړې ده.