داعش د دې ډلې مشر ته د طالبانو د لیک تر استولو وروسته دری طالبان وژلي دي. داعش یوه وډیو خپره کړې چې ښيي د دې ډلې جنګیالي دری تنه د ارتداد په تور وژني. د مېل انلاین د راپور له مخې په ویډیو کې دوه تنه د یو قطار وسله والو په مخ کې درول شوي، چې وروسته یې یو وسله وال پر سر ولي. دغه راز د یو بل کس د سر پرې کولو انځورونه هم خپاره شوي دي. تر دې وړاندې په راپورونو کې ویل شوي وو چې داعش په ننګرهار کې د ۱۰ طالب جنګیالیو سرونه پرې کړي دي.