راپورونه وايي چې د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ۷۵ سلنه زیاته شوې ده. ازادي راډیو وايي داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې ښيي اویا په سلو کې افغان پوځیان د لوجستیکي او جنګي موادو د اکمال پر مهال د وسله والو د کمین او د سړک غاړې د ماینونونو په چاودنو کې زیانمن شوي دي. پاتې پنځه په سلو کې پوځیان د وسله والو له خوا په مخامخ جګړو او د پوستو په نیول کېدو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي. دفاع وزارت تاییدوي چې د تېر کال د شپږو میاشتو په پرتله سږ کال د پوځیانو مرګ ژوبله زیاته ده؛ خو وسله والو مخالفینو ته هم د دوی په نسبت څو واره زیاته مرګژوبله اوښتې ده.