امریکا وايي ایران لا هم د ترهګرو ملاتړ کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64252
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-19

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه راپور کې چې د نړیوالې ترهګرۍ په اړه یې چمتو کړی ویلي چې ایران په ۲۰۱۴ کال کې هم له ترهګرو ډلو خپل ملاتړ ته دوام ورکړی دی. په راپور کې ویل شوي چې ایران په غزه کې له وسله والو، د لبنان له حزب الله او د عراق په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. امریکا په ۱۹۸۴ کال کې ایران د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ چې د ترهګرو ملاتړ کوي.