ویکي لیکس د سعودي عربستان پنځه لکه دیپلوماتیک اسناد افشا کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64253
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-19

افشاګرې وېبپاڼې ویکي لیکس ویلی چې په راتلونکو څو اوونیو کې به د سعودي عربستان پنځه لکه دیپلوماتیک اسناد افشا کړي. دې وېبپاڼې پرون هم د سعودي ۶۰ دیپلوماتیک اسناد خپاره کړل چې ډېری یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت اړوند او په محرمانه او فوري نښو نښانه شوي دي. ویل کېږي چې د دغو اسنادو ډېره برخه یې په عربي لیکل شوي متون دي دي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سعودي د سفارتونو له خوا د تلګراف یا برېښنالیک له لارې سعودي لېږل شوي دي.