پر انټرنيټ د پټو رازونو د افشا کوونکې وېبپاڼې ويکيليکس د يوه راپور له مخې د اسامه بن لادن زوی له امریکا د خپل پلار د مرګ تصديق پاڼه غوښتې. د ويکيليکس په وينا دغه ليک په ۲۰۱۱ کال کې په سعودي عربستان کې د امريکا سفارت ته استول شوی و. دغه ليک يو له هغو ۶۰۰۰۰ اسنادو دی چې اوس افشا شوي دي. د دې وېبپاڼې د راپور له مخې جنرال ګلين کيسر د اسامه بن لادن زوی عبدالله بن لادن ته په ۲۰۱۱ کې ليکلي وو چې دوی يې د پلار د مرګ تصديق پاڼه، نه شي وړاندې کولي. د امريکا سفارت د دې غوښتنې ځواب ۲۰۱۱ کال د سپټمبر مياشت کې د اسامه بن لادن تر مرګ څلور مياشتې وروسته لېږلی و.