وسله والو د بټي کوټ ولسوالۍ د ملي پیوستون د شورا مشر وژلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64256
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-20

چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ د ملي پيوستون د شورا مشر وژلى دى. د بټي کوت ولسوال حاجي غالب وايي وسله والو قومي مشر او د ولسوالۍ د ملي پيوستون د شورا مشر افضل خان د تېرې پنجشنبې په ورځ تښتول شوى و. هغه زياته کړه، چې وسله والو تر تښتولو وروسته له هغه سر پرې کړى و او جسد يې پرون د دې ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته نږدې اېښى. ولسوال وايي چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي، خو په دې تړاو يې تر اوسه څوک نه دي نيولي.