د کندوز ولایت ځايي چارواکي وایي چې وسلوالو طالبانو پرون ناوخته ددغه ولایت د چهاردرې ولسوالي نیولې ده. د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وايي د چهاردې ولسوالۍ پرون ماښام مهال سقوط وکړ. هغه زیاته کړه، چې وسلوالو طالبانو تر یوې سختې جګړې وروسته یاده ولسوالي نیولې او دولتي ځواکونه ترې په شا شوي دي. د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي امرالدین ولي حکومت تورن کړ، چې د غوښتنو سه سره یې یادې ولسوالۍ ته مرستندویه ځواک ونه لیږه. د هغه په وینا، د دولت د همدې نه پاملرنې له امله په سیمه کې شته امنیتي ځواکونو مقاومت ونه شو کړای او ولسوالي یې طالبانو ته پریښوده.