په هلمند ولایت کې د ماین د یوې چاودنې له امله ۱۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چاودنه پرون ماښام د مارجې ولسوالۍ د ترخه ناور په سیمه کې شوې ده. هغه زیاته کړه، چې چاودنه د ملکي وګړو پر یوه ټونس موټر شوې چې له امله یې ۱۴ کسان وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي. دی وایي چې په وژل شویو کسانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته. ځواک ویلي چې د ملکي وګړو یاد موټر له لښکرګاه څخه د مارجې په لوري روان و،چې د چاودنې ښکار شو.