په کراچۍ ښار کې ګرمۍ ۵۰ کسان وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64265
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-21

د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د زياتې ګرمۍ له کبله په تېرو دوو ورځو کې لږ ترلږه ۵۰ کسان وژل شوي دي. ويل کېږي په تېرو دوو ورځو کې په کراچۍ کې زياته ګرمي وه او د شبنې په ورځ د تودخې درجه ۴۴ سانتي ګرېډ ښودل شوې وه. د کراچۍ ښار د روغتون د بېړنۍ څانګې مشرې ډاکترې سيمي جمالي ويلي چې د شنبې او يکشبنې په ورځ شل کسان روغتون ته راوړل شوي او څلورو يې دلته ساه ورکړه. د ډاکتر سيمي جمالي په وينا په وژل شويو کسانو کې زياتره بوډاګان او مشران دي. پاکستان کې د اېدهي خيريه ټولنه وايي په تېرو دوو ورځو کې يې له ۳۰ د زياتو کسانو مړي روغتونو ته رسولي دی.