ولسمشر: له دې وروسته به د لوړ پوړو چارواکو د کورنۍ غړي د ملي امنیت په روغتون کې د درملنې پیسې ورکوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64266
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-21

ولسمشر اشرف غني له دې وروسته به د ملي امنیت په روغتون کې د ده په ګډون د هېڅ لوړ پوړي افغان چارواکي د خپلوانو وړیا درملنه نه کېږي. نوموړي له دغه روغتون څخه د کتنې پر مهال ویلي دلته له پخوا څخه داسې رسم پاتې شوی چې د دولت د لوړ پوړو چارواکو د کورنيو غړو به په دغه روغتون کې د درملنې په بدل کې پیسې نه ورکولې خو له دې وروسته باید دوی په رضاکارانه ډول د درملنې په بدل کې دغه روغتون ته پیسې ورکړي. دی وايي چې له دې لارې به دغه روغتون وکولای شي د ملي امنیت هغه کار کوونکي چې له دښمن سره په جګړه کې ټپي کېږي په ښه ډول تداوي کړي. ولسمشر غني ویلي چې په دې اړه یې د کابینې موافقه هم اخیستې ده.