اجرائيه رئيس وايي، چې د ټاکنيز نظام د اصلاح په اړه ټول فعاليتونه سرته رسېدلي او ډېر ژر به د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره ټاکل شوی کمېسیون خپل عملي کارونه پيل کړي. نوموړي د اسپانیا له سفير يان جوس روبيو سره د کتنې پرمهال ویلي افغان حکومت ژمن دی چې د ټاکنو په نظام کې اساسي بدلونونه راولي او د افغانانو ترڅنګ له نړيوالو سره د دغه نظام د اصلاح په اړه کړې ژمنې پلې کړي. هغه زياته کړې، په دې اړه ټول لازم فعاليتوته سرته رسېدلي او ډېر ژر به دغه کميسيون خپل عملي کارونه پيل او د ټاکلې مودې په ترڅ کې به حکومت ته وړاندېز شوې طرحه ورکړي.