طالبانو د افغانستان د حکومت هغو غړو ته چې غواړي له دې ډلې سره یوځای شي، د ټېلفون څلرویشت ساعته فعاله شمېره او د برېښنالیک ادرس اعلان کړي. طالبانو په خپله ویبپاڼه کې د ټېلفون شمېره او ایمیل لیکلی او ویلي یې دي چې دوی د افغانستان د حکومت هر مامور ته چې غواړي طالبانو ته تسلیم شي، فوري ځواب وايي. طالبانو په خپل پیغام کې همداراز ویلي چې دوی د افغانستان د دولت د ملکي او پوځي مامورینو په شمول ټولو کارکوونکو ته، چې د کابل له حکومته جلا کېږي، امنیت برابروي. لوېدیځې رسنۍ وايي چې طالبانو دا اعلان وروسته له دې کړی چې د جګړې په میدان کې یو شمېر سیمې ورڅخه داعش یا د اسلامي دولت وسله والې ډلې ونیولې.