په داسې حال کې چې د ولسشمر دوهم مرستیال د ملي دفاع نوماند وزیر ولسي جرګې ته معرفي کاوه چاودنه وشوه. له هغې وروسته هم د پرله پسې نهو نورو چاودنو غږونه واورېدل شول د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي، چې دی له بریده روغ وتلی. دغه راز ویل کیږي، چې د پارلمان ټول غړي او کارکوونکي هم د نښتې له سیمې ایستل شوي دي.د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي وایي چې د ملي شورا پر ودانۍ ډله ییز برید د ۶ بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد. نوموړي وویل چې نور چاته د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو په کابل کې د روغتونونو مسولین وايي، چې دوی ته له سیمې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ ټپیان وروړل شوی دی.په سیمه کې د چاودنو له امله یو شمېر موټرو اور هم اخیستی دی .وسله والو طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې.