حميدې يوسفي د ( ۳۰۰ ) کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64272
لودين / کندهار
دخبریدو نیټه : 2015-06-22

د سويلي ولايتونو ارزګان او هلمند څخه سلګونه کورنۍ د جنګ جګړو له امله کندهار ته راستني سوي دي او دا مهال د زياتي اړتيا له مخي مرستو ته اړتيا لري ، د کډوالو چارو رييس وايي چي په دې برخه کي د خلکو توجه کمه ده ، ها خوا بيا په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازي حميدي يوسفي دري سوه کورنيو ته اړين خوراکي توکي ورکړل . د سويلي ولايتونو ارزګان او هلمند څخه دا مهال سلګونه کورنۍ کندهار ته کډوالي سوي دي او سختي اقتصادي ستونزي لري . د کندهار د کډوالو چارو رييس محمد اعظيم نوابي وايي ، چي دا کورنۍ دا مهال سختي اړي دي او د پخوا په پرتله د مرستو توجه ورته کمه ده . د سرپنا نه شتون او د روژي په مياشت کي د خوراکو توکو نه درلودل د دې اړو کورنيو تر ټولو لوی ستونزي دي ، هغوی پر دولت ، شتمنو خلکو او خيريه بنسټونو ږغ کوي چي دوی ته توجه وکړي . په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازي حميده يوسفي هم په کندهار کي د ميشتو بيوزلو کورنيو حالت د انديښني وړ بولي او په خپل مالي لګښت يي نن د دريو سوو بيوزلو کورنيو سره د اړينو خوراکي توکو مرسته وکړل . په مرسته سويو توکو کي ( اوړه ، وريجي او غوړي ) شامل دي ، چي په تر لاسه کولو سره يي بيوزلو کورنيو زياته خوښي ښودل . د ولسي جرګې غړې بي بي حميده يوسفي وايي ، چي ياده مرسته يي د بيوزلو سره د لاسنيوي په موخه وکړل او نور شتمن هيوادوال يي هم وهڅول چي په دې برخه کي د بيوزلو کورنيو سره مرستي وکړي . نوموړي تير څو کلنو مخکي هم دا ډول مرستي تر سره کړي دي . په سويلي حوزه کي يوازي د ليري پرتو ولايتونو او ولسواليو خلک سخت غربت نه ګالي بلکه د بيکارۍ او د ناامنيو له امله په کندهار ښار او نژدي ولسواليو کي ګڼ شمير کورنۍ دا ډول مرستو ته اړتياوي لري .