د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي افغانستان لا هم د نړیوالې ټولنې د ملاتړ دوام ته اړتیا لري. نیکولاس هیسم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا پر مهال خبرداری ورکړی چې د افغانستان د وضعیت په اړه د خوشبینۍ ځای نه شته. نوموړي په خپل راپور کې د اقتصاد، امنیت او سیاست په برخه کې شته ننګونو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي که له دې دریو برخو په یوه برخه کې هم افغانستان له ناکامۍ سره مخ شي، افغانانو ته د لېږد پر ټول بهیر به ناوړه اغېز وکړي. نوموړي دغه راز د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په روان کال کې تر اوسه ۴۲۱۶ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.