ويکي ليکس: امریکا ۶ کاله د فرانسې د ۲ ولسمشرانو جاسوسي کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64284
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-23

ویکي لیکس وېبپاڼې د یوه نوي سند په خپرولو سره ویلي چې د امریکا د ملي امنیت ادارې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ د فرانسې د ولسمشرانو جاسوسي کړې ده. سرچینې ویلي چې امریکايي ادارو د ژک شیراک، نیکولا سرکوزي او فرانسوا هولانډ تلفوني اړیکې اورېدلې دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د نظر له څرګندولو ډډه کړې، خو د فرانسې ولسمشر ددې موضوع د څېړلو لپاره د دفاع شورا غونډه رابللې ده.