په لومړي ځل د افغانستان د جګړې نقشه چمتو شوې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64294
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-24

ولسمشر اشرف غني وايي، په لومړي ځل د افغانستان د جګړې نقشه چمتو او د هېواد ټولې ولسوالۍ د امنیتي ارزښت له پلوه درجه بندي شوې دي. نوموړي دغه خبره په ولسي جرګه کې د غزني ولایت له استازو سره په کتنه کې پرون ماښام په کې ارګ کې وکړه. د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني ولایت د وکیلانو په استازیتوب ډاکټر عبدالقیوم سجادي د دې پر امنیتي ستونزو، یرغمل نیونو، په ښار کې د هدفي وژنو، د ولسوالیو د پولیسو په لیکو کې د منسوبینو د غیر حاضرۍ، د حکومت له خوا د سیمه ییزو پولیسو د کمزوري ملاتړ او نورو ستونزو په اړه خبرې وکړې. د سرچینې په وینا، ولسمشر غني دغو وکیلانو سره په لیدنه کې ویلي:« د سږني وضعیت په اړه زموږ وړاندوینه سمه وه، له بده مرغه جګړې زور اخیستی او له نېکه مرغه چې موږ ورته چمتو یو.» د هغه په وینا، راتلونکې څلور میاشتې برخلیک ټاکونکې دي او د غزني په ګډون د هېواد په مهمو ولایتونو کې د درې ډوله: چاڼیزو، ځانګړو او دوامداره عملیاتو تابیا نیول شوې ده. هغه همدارنګه زیاته کړې، چې حکومت د جدي عملیاتو د ترسره کولو نیت لري او دغه کار به په تدریجي توګه د ځانګړو لومړیتوبونو له مخې ترسره شي.