يوه باوري سرچينه وايي ، چي د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ ، د احصايې، زراعت او څارنوالى دري تنه مديران د وسله والو مخالفينو له لوري تښتوول سوي دي .
د سرچيني په حواله چي تښتوول سوي کسان د ولسوالۍ د کرهڼي مدير محمد قاسم ، د څارنوالي مدير اسدالله او د احصايي مدير نعمت الله نوميږي .
د سرچيني د معلوماتو له مخي چي ياد کسان د تيرو څو ورځو راهيسي لادرکه دي او وروستي معلومات يي وايي چي هغوی د دولت سره د تړاو په تور وسله والو طالبانو تښتوولي او نامعلوم ځای ته يي بېولي دي .
د خاص اروزګان ولسوالۍ ولسوال عبدالکريم کريمي د هغوی لادرکه کيدل تايدوي ، خو د طالبانو له لوري د تښتولو څخه يي ناخبري ښيي .
نوموړی وايي چي ياد کسان د تيرو دريو ميآشتو راهيسي دندو ته نه دي حاضر سوي او دوی يي په پيدا کولو هم نه دي توانيدلي .
د يادو کسانو د تښتووني مسووليت چا په غاړه نه دی اخستی او نه يي هم وسله والو طالبانو په اړه څه ويلي دي .