لیکوال : نثار احمد صمد
د روژې یوولسمه تحفه
د روژې د مبارکی میاشتی لومړنۍ ( یعنی د رحمت ) لسیزه تیره سوه اودا ده نن دوهمه ( یعنی د مغفرت ) لسیزه پیل سوه . انسان ، خصوصأ مسلمان هیڅ د خطا څخه خلاص نه دی . موږ او تاسی ضرور د لږ یا ډیری ګناه مرتکب کیږو . څنګه چی دا د مغفرت لسیزه ده او الله تعالی عفو ، بخښنه او مغفرت لوروي ، نو څومره به ښه وی چی د رحیم او کریم خدای څخه بخښنه او مغفرت وغواړو تر څو ومو وبخښي . حدیث دی چی که څوک مغفرت و نه غواړی هغه به ډیر بد نصیبه وی . نو غوره دا ده چی استغفار په تیره بیا « استغفرالله رب من کل ذنب و اتوب الیه » ډیر ووایو . الله تعالی فرمایی چی بېشکه نیکۍ بدۍ له منځه وړی ، او دا هم یوولسمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په تمه ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).
پوښتنی :
۱ ـ د قرآن مجید د نزول شروع په کوم کال کی وسوه ؟
۲ ـ د رسول الله (ص) د کوم اکا نوم په قرآن مجید کی ذکر سوی دی او چیری ؟
۳ ـ د وحی تر نازلېدو مخکی رسول الله (ص) څو کاله رښتیاني خوبونه لیدل ؟
۴ ـ کوم سورت ته ام القرآن هم وایی ؟
۵ ـ کوم سورت یې سبع مثاني هم بللی دی ؟
۶ ـ که د یو روژه لرونکي پخپله خوا وګرځی ( یعنی بې اختیاره قی ووهی ) ، نو ؟
الف : روژه یې ماتیږی ؛
ب : نه ماتیږی ؛
ج : صرف مکروه کیږی ؛
د : ماتیږی او قضایی باید ونیسی .
۷ ـ د رمضان د میاشتی روژې پر هر بالغ عاقل مسلمان باندی فرض دي . نو د کوم شرعی عذر څخه پرته د هغه نه نیول څنګه دی ؟
الف : مکروه عمل دی ؛
ب : حرام دی ؛
ج : کفر دی ؛
د : منافقت دی .
۸ ـ جهنم ، لظی ، حطمه ، سعیر ، سقر ، جحیم ، هاویه د کومو شیانو نومونه دي ؟
الف : د دوږخ د وادیو ؛
ب : د دوږخ د چینو ؛
ج : د دوږخ د دروازو ؛
د : د دوږخ د طبقو .
۹ ـ د لومړي ځل له پاره د کافر وینی چا توی کړې ؟
الف : سعد بن ابی وقاص (رض) ؛
ب : عمر بن خطاب (رض) ؛
ج : حمزه بن عبدالمطلب (رض) ؛
د : حضرت علی بن ابی طالب (رض) .
۱۰ ـ چا بلال (رض) او عامر بن فهیره (رض) رانیول او آزاد یې کړل ؟
الف : ابوبکر صدیق (رض) ؛
ب : پخپله رسول الله (ص) ؛
ج : حضرت عمر (رض) ؛
د : حضرت علی (رض) .
او دا هم د نن زرین اصل : ژبه هیڅ هډوکیً نلری خو دومره قوت لری چی که د چا زړه زخمی کړی نو هغه بیا نه جوړیږی !