حکومت وايي د ملي امنیت شورا د داعش د مهارولو لپاره ځانګړې تګلاره تصویب کړې ده. د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي منلې چې د داعش جنګیالي اوسمهال په ننګرهار، هلمند او فراه ولایتونو کې فعال دي. نوموړي ویلي هر څوک چې افغانان وژني د حکومت دښمنان ګڼل کېږي او افغان ځواکونه به یې پر وړاندې اقدام وکړي.