لیکوال : نثار احمد صمد
د روژې دوولسمه تحفه
روژه یوازی د خوراک ـ څښاک څخه ډډه نه بلکی د ژبې ، زړه او نورو اعضاوو سم استعمال هم پکښی شامل دی . نو راځی چی پوخ تکل وکړو چی غیبت به نه کوو ، درواغ به نه وایو ، سترګی او غوږونه به د ناروا څخه ساتو ، ظاهر او باطن مو تصفیه کوو . رسوالله (ص) فرمایی : « هغه څوک چی درواغ او پر هغه عمل نه پریږدی نو الله هم ده ته هیڅ ضرورت نه لری چی صرف خوراک او څښاک بند کړی » ، او دا هم دوولسمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په انتظار ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).
پوښتنی :
۱ ـ باب القرآن ، ام القرآن ، ام الکتاب ، الشفأ ، الدعا او نور د کوم سورت نوم دی ؟
۲ ـ د قرآن مجید لومړنی حافظ څوک دی ؟
۳ ـ سورهً فاتحه مکي سورت دی که مدني ؟
۴ ـ په قرآنکریم کی د څو پیغمبرانو ذکر راغلي دي ؟
۵ ـ د قرآن مجید پنځه ـ شپږ نومونه چی پخپله قرآن ذکر کړي وی کوم دي ؟
۶ ـ که یو ناروغ د روژه نیولو طاقت لری خو د ناروغۍ د ډیرېدو اندیښنه یې نه وی نو ؟
الف : نیول یې لازم دی ؛
ب : لازم نه دی ؛
ج : مکره عمل دی ؛
د : اختیار لري .
۷ ـ که روژه لرونکی په باخبرۍ سره ( یعنی قصدأ ) اوبه وڅښی یا بل شی وخوري نو ؟
الف : صرف قضایی باید ونیسي ؛
ب : صرف کفاره باید ادا کړی ؛
ج : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛
د : دا مکروه عمل دی .
۸ ـ د عاشورا په ورځ یعنی د محرمی پر لسمه باید څه وکړو ؟
الف : باید روژه ونیول سی ؛
ب : باید ځانونه وډبوو ؛
ج : باید یوازی غم او ماتم وکړو ؛
د : باید صرف نفلونه او تلاوت وکړو .
۹ ـ حبشې ته د لومړني هجرت پر مهال مسلمانان هلته څومره موده پاته سول ؟
الف : درې میاشتی ؛
ب : اته میاشتی ؛
ج : درې کاله ؛
د : مدینې ته د پیغمبر (ص) تر هجرت پوری .
۱۰ ـ د نجاشي په دربار کی د مسلمانانو ویندوی څوک و ؟
الف : عثمان بن عفان (رض) ؛
ب : زید بن حارث (رض) ؛
ج : جعفر بن ابی طالب (رض) ؛
د : حضرت علی (رض) .
او دا هم د نن زرین اصل : سترګی د زړه دروازه ده ، ټول آفتونه له همدې لاری زړه ته ننوزی ( حضرت عمر رضی الله عنه ) .