لیکوال : نثار احمد صمد
د روژې اتلسمه تحفه
روژه د جسم او روح دواړو لپاره ده . جسم د خوراک ، څښاک او جماع څخه منع وی . هر روژیاتی باید د غیبت ، درواغو ، تهمت ، چغلیو ، حسد او نورو څخه ځان پخپله منع کړی . په بل عبارت ، د روژه لرونکې بدن هغه دی چی لاس ، پښه ، سترګی ، غوږونه ، شرمګاه ، معده او زړه یې د ګناه کولو څخه روژه وی . یعنی سترګی یې حرامو ته د کتلو څخه ، غوږونه د حرامو اورېدلو ( مثلأ درواغ ، غیبت ، چغلی.... ) څخه ، لاس د حرامو اخیستلو ، پښې حرامو ته له ورتګه ، ژبه د درواغ ، فحش او باطل ویلو ، معده د خوړلو او څښلو ، شرمګاه د جنسی عمل څخه ډډه او مخنیوی وکړی . نو دا مهال بدن په رښتیا هم روژه نیولې ده . که داسی نه وی ، نو حیوان هم وږی ساتل کیدای سی خو هغه ته روژه نه ویل کیږی ! دا هم د روژې اتلسمه تحفه او خپل ځوابونه راولیږئ . باید ډاډ درکړم چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې تر ختمېدو وروسته انشاالله خپاره کړم . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).
پوښتنی :
۱ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په سورهً هود کی یې نوم څلور واره راغلی دی ؟
۲ ـ په قرآنکریم کی د څو فرشتو نومونه ذکر سوي دي ؟ نومونه یې وښیاست .
۳ ـ په سورهً یوسف کی د یوسف (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟
۴ ـ په سورهً الحجر کی په خاص ډول د کوم قوم یادونه سوې ده ؟
۵ ـ په کوم سورت کی الله تعالی د قرآن مجید د حفاظت ذمه پخپله اخیستې ده ؟
۶ ـ که روژه لرونکی ناړی ( لاړی ) په خوله کی جمع کړی او بیا یې تیری کړی نو څه کیږی ؟
الف : روژه فاسدوي ؛
ب : روژه مکروه کوی ؛
ج : هیڅ فرق نه کوی ؛
د : قضایی باید ونیسی .
۷ ـ په حلق کی د مچ یا غوماشی ( میاشی ) په تللو سره روژه څنګه ده ؟
الف : ماتیږی ؛
ب : نه ماتیږی ؛
ج : مکروه کیږی ؛
د : بله روژه باید ونیسی .
۸ ـ آیا کافر به همیشه د جهنم ( دوږخ ) په عذاب کی وی او که تر څه مودې وروسته فنا کیږی ؟
الف : تل به د دوږخ په عذاب کی وی ؛
ب : تر یو څه عذاب وروسته فنا کیږی ؛
ج : تر اوږدې مودې عذاب وروسته بخښل کیږی ؛
د : تر ډیر عذاب وروسته فنا کیږی .
۹ ـ تر ټولو لومړنی مسجد چی پیغمبر (ص) جوړ کړ کوم یو و ؟
الف : مسجد نبوي ؛
ب : مسجد قبا ؛
ج : مسجد قبلتین ؛
د : مسجد حرام .
۱۰ ـ د رسول الله (ص) کومی لور هجرت ونکړ ؟
الف : زینب (رض) ؛
ب : ام کلثوم (رض) ؛
ج : رقیه (رض) ؛
د : فاطمه (رض) .
او دا هم د نن زرین اصل : ګرانه وروره او محترمی خور ، کله چي ته د چا بدي وايې ، نو دا ته خپله بدي بيانوې . که هغه بد وی او که نه ، ته خو بد ( یا بده ) سوې !