څومره ښکلی وی خوږی وی هغه زموږ شـــــپی
د ساحل غیږ وه ، سپوږمی وه ، زه او ته وو
ته بربڼده له هر بند څخه فــــــــــارغه
ما هم هیر کړل څو شیبی چه پښتـــــانه وو
نه مو ډار وو د طالب نه د ملا نـــــــــه
یو د بل غیږ کی بیخوده چــــــی پراته وو
تاته نور د پیغلتوب خـــــــــبره مړه وه
ماتــــــــه ستا د بدن غړی ټول خواږه وو
چــــــــا ویلی چی هوس دی، دا عشق نه دی
ما ویلی د خـــــــدای کور کی میلمانه وو
په ښـــــــکلا کی دی جادو د ژوندون نغښتی
په لمن کی دی د عشق ســــتوری پراتــه وو
وحشی حسن دی مـــــــات کړی نـه وم یواځی
سپینو پښــــــو ته دی ګلان واړه کـاږه وو
ملایان که دښمنان ستـا د کاتـــــــــه دي
شاعران خو شهیدان ستـــــــــا د باڼه وو