په کندهار کي د ( سوپر مارکيټ ) په نوم نوی سوداګريز مرکز جوړ او تيره
ورځ يي په فعاليت پيل وکړ .
په دې اړه د مارکيټ په دننه کي پراخ مراسم جوړ سوي وه ، چي د کندهار د مرستيال والي عبدالعلي شمسي تر څنګ کندهار ښاروال ، دولتي چارواکو او ملي سوداګرو ګډون کړی وو .
مرستيال والي او نورو ويناوالو په خپلو ويناوو کي د دې مارکيټ په جوړيدو خوښي وښودل او د دا ډول سوداګريزو مرکزونو پر ارزښت يي رڼا واچول .
په دې مرکز کي هر ډول توکي د نړۍ د پرمختللو هيواتدونو په سيسټم پلورل کيږي .
دا مارکيټ د کندهار ښار په عينو ښارګوټي کي د اولي فوارې شمال لوري ته موقيعت لري .