د اوبو او بريښنا وزارت وايي چي د ملي سوداګرو او پاتګوالو په پانګه اچونه سره کيدای سي د کندهار د بريښتا ستونزه په اساسي ډول حل سي .
په دې اړه نن په کندهار کي لويه غونډه جوړه سوي وه چي د بريښنا د وزير تر څنګ د کندهار چارواکو او د سويلي ولايتونو د ولايتي شوراګانو مشرانو ګډون پکښي کړی وو .
کندهار والي له مرکزي ادارې وغوښتل چي کندهار ته د هغو ورکو پيسو ځواب ورکړل سي چي د کندهار د بريښنا دپاره اخستل سوي دي خو مصرف سوي نه دي .
د کندهار دپاره د بريښنا ستونزه نه يوازي چي د کلونو راهيسي حل نه سوه ، بلکه نوره هم اوږده سوه او ورځ تر بلي يي ستونزي زياتيږي .
په دې اړه د کندهاريانو ږغ تر اوسه چا نه دی اوريدلی خو د والي ډاکټر همايون عزيزي او د ولايتي شورا د غړي سيداحمد سيلاب هڅي د دې باعث سوي دي چي مرکزي اداره کندهار ته توجه وکړي .
د اوبو او بريښنا د وزير علي احمد عثماني په مشري کندهار ته راغلی لوړ پوړی پلاوي ملي سوداګر هڅوي ، چي په خصوصي پانګونه سره بريښنا برابره او خلکو ته خدمات وړاندي کړي .
د تجديديدونکي انرژۍ د اتحاديي مشر کابل خان تدبير او د بريښنا شرکت رييس ميرويس علمي د خپلو ويناوو پر مهال اتحاديه ژمنه وبلل او زياته يي کړه چي له دې لاري به د بريښنا ضرورتونه رفع کوي ، د دوی په وينا چي د کجکي د بند کار هم په اساسي ډول روان دی او دوی يي جدي تعقيبوي .
کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د بريښنا په برخه کي د کندهار د خلکو ستونزي يو په يو بيان کړي او ټينګار يي وکړ چي د دې ستونزي د ژر حل دپاره دي هڅي ګړندۍ سي ، هغه وويل چي د دندي د پيل راهيسي کندهاريان بريښنا ځيني غواړي او که برابره نه سي کيدای سي د کندهار خلکو ته نوري اقتصادي ستونزي هم پيدا سي .
نوموړي د مرکزي ادارې څخه د هغه ميليونونو ډالرو حساب وغوښت چي د کندهار د بريښنا دپاره ورکول سوي خو مصرف سوي نه دي .
د اوبو او بريښنا وزير علي احمد عثماني د بريښنا د توليد په برخه کي د خصوصي پانګوالو څخه د بشپړ ملاتړ خبر ورکړ او زياته يي کړه چي هيڅ راز امکانات به ونه سپموي .
د کندهار د ولايتي شورا مشر حاجي سيدجان خاکريزوال او ملي سوداګرو د دې پلان اقدام وستايي او پر عملي کيدو يي تينګار وکړ .
په پام کي ده چي په لمړيو کي د لس ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د سولر سيسټم فعاله او کندهار ته د اړتيا سره سمه بريښنا ورکول سي .
کندهار دا مهال ۱۵۰ ميګاواټه بريښنا ته اړتيا لري خو دا مهال يوازي پنځلس ميګاواټه لري ، د ناامنيو له امله د کلنو کلنو راهيسي د کجکي د بند کار هم د ځنډ سره مخ دی خو اوس پيل سوی دی چي رغوني ته هم ډير وخت ته اړتيا ده .