د داعش ډلې نظامي مرستیال د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64416
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-07

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې د بهرنیو ځواکونو په یوه بې پیلوټه هوایي برید کې د داعش نظامي مرستیال له خپل یو شمیر ملګرو سره وژل شوی. د ملي امنیت لوی ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا برید د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ترسره شوی و. سرچینې زیاته کړې چې په دې برید کې په افغانستان کې دداعش وسلوالې ډلې مرستیال ګل زمان له خپلو شپږو ملګرو سره وژل شوی. د سرچینې د معلوماتو له مخې تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي چې دداعش د خراسان مشر حافظ سعید هم په دې برید کې وژل شوی، خو وروسته دا راپورونه تایید نه شول.