ولسمشر اشرف غني وايي چې له طالبانو سره خبرې به په یوه دوامداره پروسه بدلې شي او په دې خبرو کې به د ډیورنډ کرښې مسله هیڅکله شامله نه کړي. ولسمشر غني د دولت له وسله والو مخالفینو سره د مخامخ خبرو د بېلابېلو جوانبو په اړه پرون وروسته له دې څرګندونې وکړې چې د افغانستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د حکومت پلاوي د طالبانو له غړو سره په اسلام اباد کې مخامخ خبرې وکړې. ښاغلي غني پرون په ارګ کې د رسنیو له مسوولینو او د سیاسي چارو له شناندو سره په کتنه کې وویل، د سولې په مقدماتي خبرو اترو کې پر دریو مهمو موضوعاتو بحث کېږي؛ یو دا چې دا ناسته به په دوامداره پروسه بدلېږي، اعتماد به رامنځته کېږي او د سولې د خبرو په اجنډا کې به د مهمو شاملو موضوعاتو فهرست به چمتو کېږي. ولسمشر غني ټینګار وکړ چې دا خبرې یوازې او یوازې د افغانانو ترمنځ دي او مالکیت یې هم د افغانانو دی.