د څمکنیو ولسوالۍ په جګړه کې پاکستاني ځواکونه هم ښکېل دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64421
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-08

د پکتيا د ولايتي شورا غړي وايي، د دې ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې په روانه جګړه کې پاکستاني ځواکونه ګډون لري.د يادې ولسوالۍ په لوړي سيمه کې له شاوخوا شلو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده، چې دواړه خواوې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.د پکتيا د ولايتې شورا منشي محمد الرحمن قادري، په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې د څمکنيو ولسوالۍ په جګړه کې له وسله والو سره پاکستاني پوځيان او امريکايي ځواکونه د هوا له لارې د وسلو او خوراکي توکو مرسته کوي.