په پکتیا کې دیوه ځانمرګي بریدګر به ګډون ۹ وسله وال وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64423
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-08

د پکتيا چارواکي وايي، د دې ولايت په زرمت ولسوالۍ کې پر يوې پوستې شوي ځانمرګي برید کې ۹ بریدګر وژل شوي، اته ملکي وګړو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمى اورياخېل، وويل، بريد پرون ماذیګر شپږ نيمې بجې د ګردېز – زرمت ولسوالۍ د لويې لارې په اوږدو کې د پوليسو پر هستوګنې پوستې باندې شوى و.ده زياته کړه، لومړى يوه بريدګر پر پوستې د موټربم ځانمرګى بريد کړى او ورپسې نورو بريدکووونکو پر پوستې حمله کړې، چې د دواړو لورو ترمنځ نښته پیل شوه.د اوریاخیل په وینا، تر یو نیم ساعت جګړې وروسته ۹ برید ګر ووژل شو، خو یو شمیر یې له یوه بل موټر بم سره تښتیدلي او پولیس یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.امنیه قوماندان وایي چې په دې ډله ییز برید کې څلور پولیس ټپیان شوي دي.