ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غني نن د شانګهای سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته سفر وکړي.ولسمشر اشرف غني به د شانګهای غړو هېوادونو په غونډه کې هڅه وکړي چې د افغان سولې او امنیت لپاره د سیمې په کچه اجماع جوړه کړي.د ولسمشر د ویاند مرستیال ظفرهاشمي وايي په دې ناسته کې به په امنیتي مسایلو او د سولې په پروسه د خبرو تر څنګ د شانګهای سازمان غړو هېوادونو له مشرانو سره یو په یو د اقتصادي همکاریو په اړه هم خبرې کوي.