ولسمشر محمداشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د
شانګهای سازمان د مشرانو په پنځلسمه او همدا راز د بریکس د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه نن سهار د یو دوه ورځني رسمي سفر لپاره د فدراتیفې روسیې د اوفای ښار ته روان شو. له ولسمشر سره به په دې سفر کې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې او همدا راز د بریکس د مشرانو په غونډه کې پر ګډون او وینا سربېره په بېلابېلو برخوکې د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د اقتصادي مسئلو، په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د نویو ګواښونو د مهارکولو د څرنګوالي په اړه د دغو سازمانونو د غړو هېوادونو له ځینو مشرانو سره هم بحث او خبرې اترې وکړي. له جمهور رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر او د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار شاکر کارګر ملګرتیا کوي