- د کندهار د ملي امنيت رياست منسوبينو دوه تنه اختطاف کوونکي چي غوښتل يې د عبدالرحيم ايوبي پلار اختطاف کړي، نيولي دي.
يادو اختطاف کوونکو غوښتل د ولسي جرګې غړي عبدالرحيم ايوبي پلار د ډنډ ولسوالۍ په قلمطر کلي کي د يوې فاتحې له مراسمو څخه اختطاف کړي. دغو کسانو پلان درلود چي د ايوبي پلار تر اختطاف وروسته په رېګو سيمه کي وساتي، تر څو د پيسو په مقابل کي يې بېرته خوشي کړي.
د يادو دوو اختطاف کوونکو هويت په دې ډول دی، نصيب يار مشهور په پوليس ماما د رحمت يار زوی، د معروف ولسوالۍ د تعروزو کلي او فعلي د کندهار ښار د لويي ويالې اوسېدونکی او فضل الدين اغا مشهور په جان د احمدجان زوی، اصلي د پنجوايي ولسوالۍ د موشان کلي او فعلي د کندهار ښار د ميرويس مېني اوسېدونکی دی.
د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي ، چي دغه دوه تنه اختطاف کوونکي د اختطاف په موخه د يادي فاتحې مراسمو ته تللي ول، خو موضوع د ملي امنيت رياست تر اوپراتيفي کار لاندي وه او تر کشف و تثبيت وروسته ونيول سول. يادو کسانو پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.