د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر د هوکړې په اړه پاتې یو لړ اختلافونه حل شوي دي. کري د مذاکراتو اوسنی فضا ښه بللې او ویلي یې دي ځینې پرمختګونه شوي. پر دې سربېره سپینې ماڼۍ هم ویلي چې ایران او شپږ ځواکمن هېوادونه تر اوسه هېڅ وخت د ایران د اتومي پروګرام په اړه هوکړې ته دومره نه وو نږدې شوي.